تازه خبرونه

په ننګرهار کې د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز برید شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ادآ موسیسې اړوند د قابله ګانو د روزنې پر یوه مرکز ډله ییز برید شوی، چې تر دې دمه د درې کسانو له وژل کیدو او اته نورو د ټپی کیدو خبر ورکړ شوی دي.

امنیتي سرچینې وایي، چې ځانمرګو بریدګرو د شنبې له غرمې مخکې څه نا څه یوولس نیمې بجې د ښار د درېیمې ناحیې اړوند د ګولایي عربان د اړوند سیمې پر روغتیایي روزنیز مرکز برید کړی، چې په کې ښځې او ماشومان زیانمن شوي دي.  

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، برید ګرو لومړی د روزنیز مرکز په دروازه کې چاودنه کړې او وروسته څو بریدګر د مرکز ودانۍ ته د ننه شوي او جګړه یې پيل کړې ده.

هغه زیاتوي، له یاد مرکز څخه شاوخوا پنځوس تنه روغ رمټ ژغورل شوي؛ خو یو شمېر نادرکه دي.

عیني شاهد سخي ګل وايي، بریدګرو د مرکز دروازه پر ماین والوځوله او انګړ ته د ننوتلو سره سم یې ډزې پیل کړې دي.  

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس داکتر نجیب الله کاموال وايي، د پېښې له ځای څخه پېنځه ټپيان روغتونو ته وړل شوي، چې حالت یې ښه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې برید د قابله ګانو پرهغه مرکز شوی، چې د ولسوالیو د کلینیکونو لپاره یې قابله ګانې روزلې.

هغه زیاتوي، په مرکز کې پر ښځو سربېره ماشومان هم شته.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه روزنیز مرکز ودانۍ اور اخیستی او یو شمېر قابلې په ودانۍ کې دننه بندې پاتې دي.

ځينې سرچینې وايي، د قابلو په دې روزنځي کې د مامورینو په ګډون شاوخوا ۷۰ کسان ول، چې ۶۵ یې ژغورل شوي او د پاتې د مندلو هڅې روانې دي. هغوی، چې احوال یې نشته د کورنۍ غړي یې د برید په ځای کې د لیدو په تمه دي.

دې جګړې اته ساعته دوام کړی دی.

امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د بریدګرو په وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان  غلام سنايي ستانکزی وایي، چې د پېښې له ځای څخه د جلال آباد حوزوي روغتون ته درې مړي او اته ټپيان لیږدول شوي دي.   

امنیه قومندان وايي، د مهارولوعملیات د بندو کسانو د ژغورلو له کبله اوږده شوي دي.

له برید سره همهاله د جلال آباد ښار په تالاشۍ څلور لاره کې یو تن ناپېژانده وسلوالو پر ډزو وژلی.

دغه راز په یوه بل برید کې ناپېژانده وسلوالو د درونټې په سیمه کې یوه ښځينه پولیسه پر ډزو وژلې ده.

تر دې دمه د دغو پېښو پړه چا پر غاړه نده اخیستې.

ننګرهار یو سرحدي ولایت دی، چې له پاکستان سره نه یوازې ګډه پوله لري، بلکې داعشیان هم په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version