تازه خبرونه
په ننګرهار کې د هیچا سر او مال خوندي نه دی- ولایتي شورا
د ننګرهار ولایتي شورا وايي، په دې ولایت کې ملکي ادارې تړل شوي؛ د هیچا سر او مال خوندي نه دی او مسوولین د حالاتو په کابو کولو کې پاتې راغلي.
د ننګرهار ولایتي شورا غړي په لومړي ځل د ننګرهار د ناسم حالت په اړه یوه خوله شوي او د دې شورا په انګړ کې د ننګرهار پر خراب امنیتي او سیاسي حالت د بحث لپاره راټول شوي او وايي، په ننګرهار کې د هیچا سراو مال خوندي نه دی.
د ننګرهار د ولایتي شورا رييس احمدعلي حضرت وايي، مرکزي حکومت له ننګرهاریانو سره غولوونکی چلند کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار ولایت د امنیتي او سیاسي حالاتو په اړه مو سیمه ییز او مرکزي حکومت خبر کړی؛ خو پاملرنه ورته نده شوې.
هغه زیاتوي؛ مسوولین ننګرهار ته د افغانستان د یوه ولایت په سترګه نه ګوري؛ ځکه راکتونه پرې لګیږي، خو ان پټیږي او د تلفاتو په اړه یې څه نه ویل کیږي.
د شوراغړي اجمل عمر وایي، د بریدونو له وېرې د ننګرهار ټولې ملکي ادارې تړل شوي، ريیسان یې په چکرونو کابل ته تللي یا په میلمستونونو کې ناست دي او مامورین یې له کورنو نه راوځي او د مراجعینو کارونه په ټپه ولاړ دي.
د شورا بل غړي ناصرکاموال وویل، د ننګرهار نوي لوړپوړي ملکي او نظامي مسوولین په خپلو دندو کې پاتې راغلي.
ښاغلی محمدناصرکاموال زیاته کړې؛ ولسمشر، چې د ننګرهار ولایت امنیتي او سیاسي مسوولینو ته وخت ورکړی و؛ پر دغو چارواکو امنیتي او سیاسي وضعیت نور هم خراب شوی دی.
نوموړي له ولسمشره وغوښتل، چې د ننګرهار د امنیي حالاتو په اړه دې خپله ژمنه پوره کړي او د سیمه ییزو، امنیتي او کشفي بنسټونو په اړه دې له بشپړې پاملرنې کار واخلي.
په دې ناسته کې ځینو استازیو دا هم وویل، چې د د اعش مرکزونه پر ولسوالیو سربېره په ښار کې هم ښکاره دي؛ خو مسوولین پرې سترګې پټوي.
دوی وویل، چارواکي د ننګرهار په اړه مرکز ته ناسم معالومات ورکوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا منشي حمیرآ رفیع وایي، چې خلک په تنګ شوي او د تېښتې لار لټوي. ان دندو او کارونو ته تلګ نشي کولی.
د ولایتي شورا غړی سهراب قادري وایي، داعش په ښکاره په ښار، ولسوالیو او کلیو کې اوسیږي؛ زمونږ سیمه ییز امنیتي او سیاسي چارواکي دا وړتیا نلري، چې د دوی د هڅو مخه ونیسي.
د ننګرهار امنیه قومندان تائيدوي، چې ننګرهار له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی.
د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وایي، چې په ننګرهار کې دښمن حضور لري؛ داعش، طالبان، القاعده او د طالبانو سره قطعه خپلې هڅې ترسره کوي.
د نوموړي په وینا؛ د دغو ګواښونو په اړه مونږ جدي تدابیر لرو او هڅې روانې دي، چې مخه یې ونیول شي.
د ولایتي شورا د رييس د څرګندونو له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې څه نا څه اته سوه ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې او د مسوولینو د بې کفایتۍ او بې تفاوتۍ له کبله مخالیفین د ګڼو سیمو پرنیولو بریالي شوي هم دي.
خبریال: رحمت الله زیارمل