تازه خبرونه

په ننګرهار کې د داعش شپږ غړي وژل شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي؛ په ننګرهار کې د داعش شپږ غړي په هغه هوایی برید کې وژل شوي، چې  تېره ورځ د دغه ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ او ميلوه سيمو کې تر سره شوي دي.

 په دغه برید کې د داعش وسلوالو دوه مرکزونه لمنځه وړل شوي او شپږ نور غړي يې وژل شوي دي.

هغه وايي،  ملي اردو په جلال آباد ښار او بهسود ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي، چې په کې يو داعش وسلوال نيول شوی او له يو شمېر کورونو څخه اته ميله بېلابېلې  وسلې تر لاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دغه ولایت د ښاري سیمو امنیت د ناامنیو پر لامل پوځ ته سپارل شوی دی.

Trending

Exit mobile version