سیمه ییز خبرونه
په ننګرهار کې د یوه خصوصي روغتون مخې ته چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، نن له غرمې مخکې په جلال آباد ښار کې یوه ماین چاودنه شوې.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وایي، دغه چاودنه درمسال ته څېرمه د مغل خان نومي شخصي روغتون مخې ته رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پېښه ځانی زیان نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ښار امنیتي مسوولیت پوځ ته سپارل شوی دی.