تازه خبرونه

په ننګرهار کې له بډو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګری مخې ته راټول شوي کسان وایي،  له بډو ورکولو پرته د پاکستان ویزه اخیستل ناشونې ده.

په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته هره ورځ سلګونه افغانان د وېزې اخستلو په هیله ولاړ وي.

وېزه غوښتوونکی نورمحمد وايي، چې د رشوت له ورکړې پرته د وېزې لګول ناشتوني دي.

یو بل وېزه غوښتوونکی جنت ګل وايي؛ پولیس د نظم ساتلو پرځای بې نظمي جوړه وي او هغه کسان  مخکې کوي، چې پولیسو ته پیسې ورکړي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛  د قونسلګرۍ مخې ته کمیشنکاران ګرځي او خلکو ته پر پېنځه زره کلدارو په یوه ورځ کې وېزه لګوي. هغوی، چې پيسې نه ورکوي؛ په پېنځلس ورځو کې هم وېزه نه ورکول کېږي.

په جلال آباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته له هغې وروسته دا حال روان ساتل شوی، چې پاکستان ته له وېزې پرته  تګ راتګ بند شو.

مراجعینو له دې مخکې هم څو ځله لاریونونه کړي؛ خو پایلې شوي دي.

د ننګرهاروالي حیات الله حیات وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یې له قونسل او څو شرکتونو سره خبرې کړي، چې ژر به کار پیل کړي.

دلته دا خبره هم عامه ده، چې په رشوت کې د قونسلګرۍ دپيلومات اوافغان پولیس شریک دی.

قونسل له رسنیو سره په خبرو کې خپل د خالت رد کړی؛ خو خلک وايي، فساد ته زمینه خپله قونسلګرۍ برابره کړې ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version