تازه خبرونه

په لومړي ځل د هرات انګور نړیوال بازار ته لیږل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مسوولین وايي، چې په هرات کې انګور په پخیدو دي؛ سږ کال به هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته د دې ولایت د انګورو یو سل و شل زره ټنه محصول راټول او په راتلونکیو څو ورځو کې به یوازې پاکستان ته اووه زره پېنځه سوه ټنه انګور صادر شي.

مسوولین تمه لري، چې سږ کابل به د هرات بڼوال او سوداګر د دغه ولایت په انګورو کې ښه ګټه وټه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، سږ کال به یو سل و شل زره ټنه محصول راټول او په راتلونکیو څو ورځو کې به یوازې پاکستان ته اووه زره پېنځه سوه ټنه انګور صادر شي.

 په تېرو کلونو کې د هرات انګور په کور د ننه په بازارونو کې پلورل کیدل او بهر ته د لیږد زمینه یې نه وه برابره.

مسوولین وايي؛ هڅه کوو، چې د هرات انګور د هوايي دهلیزونو له لارې هم نورو هېوادونو ته واستوو.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي؛ اوس هره ورځ د چمن اووېش له لارې پاکستان ته دغه انګور روان دي او د واګه بندر له لارې به هند ته د هرات انګور هم ولیږو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هوایي دهلیزونو د جوړولو هڅې کوو، چې له هرات ولایته انګور نورو هېوادونو ته ورسوو.

اقتصادي کارپوه سید مسعود وایي؛ دا ښه کار دی؛ دولت دې هڅه وکړي، چې په دې اړه الوتنې ډېرې کړي او هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته دې د هرات انګور ولیږل شي.   

له هېوادونو سره د افغانستان د هوايي دهلیزونو د پرانیستل کیدو او ترانزیت په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کیدو له کبله سږ کال د افغانستان زیاتره میوې صادرې شوې. د افغانستان میوې او نور صادراتي توکي د کیفیت له کبله خورا ښه شهرت لري؛ خو د بسته بندۍ او تړلو په برخه کې ستونزې شته، چې د دغو توکو بیې اغېزمنوي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version