تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کونړ قاچاقي چارتراش ونیول شول
چارواکو ویلي، چې په ننګرهار کې د دوه نیم سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د کونړ د طبیعي ځنګلونو هغه چارتراش نیول شوي، چې قاچاقبرو غوښتل د ښیوې له لارې یې جلال آباد ښارته د ننه کړي.
د کونړ له ځنګلونو د وهل شويو نښترو او لمنځو زرګونه جوړې چاتراش د سې شنبې پر ورځ( د زمري ۲۳) له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ د بوډیالۍ په اړوند سیمه کې ونیول شول.
ځايي استوګن عصمت الله آریانا نیوز ته ویلي، چې د کونړ ځنګلونه اوس هم په خلاص لاس وهل کېږي، چې د چارتراشو د قاچاق ګټه یې وسلوال طالبان، داعش، زورواکي، ځينې قومي مشران او د حکومت یو شمېر مسوولین په خپلو کې وېشي.
قومي مشران هم وايي، د کونړ د چارتراشو د قاچاق اډې د ښیوې ولسوالۍ په یو کیلو مترۍ کې موجودې دي او له تېرو درې کلونو راهیسې پر دې لارو دا قاچاق روان دی.
اوس پوښتنه داده، چې ولسوال، د ولسوالۍ امنیه قومندان او نورو مسوولینو یې ولې مخه نه نېوله؟!
د سیمه ییزو پولیسو سرتېری لال پاچا همدا پوښتنه داسې ځوابوي: د دې چارتراشو او قاچاقو د نیونې په عملیاتو کې والي او امنیه قومندان خپله ګډون کړی و.
د ننګرهار والي حیات الله حیات په سیمه کې رسنیو ته وویل، چې تېرو والیانو د دې قاچاق د مخنیوي جرآت نه لرلو؛ ځکه یې سیمه ییزو مسوولینو په کې برخه اخسیته.
د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وايي، په ننګرهار کې د ناامنیو یو لوی لامل دغلته د قیمتي ډبرو، لرګیو او نشه یي توکو قاچاق دی.
هغه زیاتوي، د دې قاچاق د مخینوي لپاره یې مټې بډوهلي او هرڅوک، چې په کې ښکېل وي؛ ملا به یې ورماته کړي.
مسوولین وايي؛ هڅه کیده، چې د کونړ چارتراش د ننګرهار له ښیوې ولسوالۍ تېر او د بهسودو پر پله جلال آباد ته د ننه شي؛ خو له هغې وروسته، چې د ښار امنیت ملي اردو او ځانګړې قطعې ته وسپارل شو؛ قاچاقبرو ونشو کړای، چې لرګي ښار ته د ننه کړي.
د دې قاچاق په اړه د ننګرهار د مخکنیو والیانو، ګلاب منګل او سلیم خان کندوزي په وخت کې هم ډېرشکایتونه شوي وه؛ خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ راز اقدام نه و شوی.
خبریال: رحمت الله زیارمل