تازه خبرونه

په هلمند کې د يوه افسر په ګډون ۴ سرتېري او ۱۳ طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۱۵ ميوند قول اردو يوه امنيتي سرچينه د نوم د نه ښودلو په شرط وايي، نن له غرمي مخکي د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې ماين چاودنې د لومړۍ لوا د درېيم کنډک قومندان ډګرمن شېرشاه او څلورد ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

 سرچينه وايي، په ياده سيمه کې عمليات روان دي، چې پرمهال يې د ملي اردو پر هاموې تانک د سړک د غاړي ماين چاودنه شوې او تلفات يې ور اړولي دي.

 دغه راز د هلمند والي وياند عمر ځواک په ياده سيمه کې د ماين چاودنه او د ملي اردو سرتېرو ته د تلفاتو خبره تائيد وي؛ خو د کنډک د قومندان د وژل کيدو په اړه ناخبري ښيي.

 د والي وياند عمر ځواک دغه راز زیاتوي، نن له غرمې مخکي د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په اړوند سیمه کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.

Trending

Exit mobile version