سیمه ییز خبرونه
په ننګرهار کې د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه له ولولو ډکه ونمانځل شوه
حکومتي مسوولینو په داسې حال کې د غازي امان الله خان پر هغه مزار د ګلو ګیډۍ ایښې، چې نه یوازې د نړیدو له ګواښ سره مخ دی، بلکې دې مراسیمو ته د ښار ورغلې لارې او واټونه هم تړل شوي وه.
په ننګرهار کې هم د اسد پر۲۸ د غازي امان پر مزار د ګلونو له ایښودلو پرته نور رسمي مراسیم ترسره نشول؛ خو د عامو خلکو ولولې له پخوا څو چنده وې.
په ننګرهار کې خلکو په بېلابېلو بڼو د خپلواکۍ ورځ ونمانځله.
د ښار هر اوسیدونکي د خپل کور او هټۍ مخه د ښکلا پر رڼاګانو او د هېواد پرملي بیرغونو پوښلې. ځوانانو پر ریکشواو موترو بیرغونه زړولي او وطني سندرو ته یې د ښارپه واټونو کې اټونه وکړل.
د ښارواټونه د خوشحالیو ولولو او د خپلواکۍ نغارو پرسر اخستي وه او د خوښۍ غږونه پورته شول؛ خو د چاودنو خطره هم له یاده نه وه وتې.
د جلال آباد استوګن حیات الله وایي، مسوولینو د ځان ساتنې په خاطر ډېرې لارې تړلې وې.
هرکال د غازي امان الله خان د مقبرې د جوړلو ژمنې کیږي؛ خو جوړيږي نه.
د ننګرهار والي حیات الله حیات د شاه امان الله د مزار جوړولو ژمنه بیا تازه کړه او ټینګار یې وکړ، چې د دغه مزار جوړول پر مونږ پور دی.
د ننګرهار په اور ورین حالت کې خلک د خوشحالیو لپاره پلمې لټوي؛ ځکه یې د خپلواکۍ جشن ګرم و. ټاکل شوې چارواکي د خپلواکۍ د کلیزې په ویاړ د ورځې په پای کې د موسیقۍ مراسیم هم ترسره کړي.
خبریال: رحمت الله زیارمل