سیمه ییز خبرونه
په ننګرهار کې د طالبانو مالي او پوځي مسوولین وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار کې د طالبانو د مالي او پوځي مسوولینو په ګډون د دوی څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا کسان تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د څلیریشتمې ویالې په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، په وژل شویو کې د وسلوالو طالبانو مالي او د ننګرهار په کچه د دغې ډلې پوځي مسوول مولوی شهید یار او مفتي هیبت الله او د طالبانو دوه سرګروپان حاجي تور او بسم الله هم شته دي.