تازه خبرونه

په ننګرهار کې د جلات خان په مشرۍ۱۱ طالب جنګیالي تسلیم شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په ننګرهار کې یوولیس طالب جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي او یوولس میله وسله یې حکومت ته تسلیم کړې ده.

د یوځای شویو طالب جنګیالیو قومندان جلات خان وايي،  که ولسمشر غني غواړي په دې هېواد کې جګړه پای ته ورسوي ؛ باید په پاکستان کې میشت افغانان خپل هېواد ته راوغواړي.

نوموړي زیاته کړې؛ کله، چې افغانان خپل هېواد ته راغلل، په هماغه ورځ به له شره خلاصیږو.

ده دا هم ویلي، چې طالبانو ته د جګړې امکانات پاکستان ورکوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دې طالب جنګیالیو په خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا اووه کالونو راپدیخوا د حکومت ضد فعالیتونه کول.

هغه زیاتوي، چې دوی یوولس میله کلشینکوفونه، یوه تمانچه او یو راکت د ملي امنیت کارکوونکیو ته وسپارل .

هغه دا هم وویل، چې ټولو طالبانو ته د حکومت د سولې دروازه خلاصه ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی محمدناصرخان کاموال وايي، د کوچنیو ډلو تسلیمیدل، روان بحران نه شي حلولی؛ ترهغې، چې عمومي سوله ونشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د داعش دوه مهم جنګیالي هم د خپلو کورنیو سره حکومت ته تسلیم شوي وه.

 د ننګرهار چارواکي وايي، په تېرو څو کالونو کې دغلته له زر ډېر جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي، چې ځینو ته یې حکومت د روزګار زمینه هم برابره کړې؛ خو جګړه کمه شوې نه ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version