پرمختګ او بشپړتیا
په لوګر کې ۵۰ کورنیو ته د شاتو مچیو صندوقونه ووېشل شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په لوګر کې د دغه ریاست لخوا د ۱،۳ میلیون افغانیو پر ارزښت ۵۰ بېوزلو کورنیو ته د شاتو مچۍ ووېشل شوې.
د لوګر د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، هرې کورنۍ ته ۲ صندوقه مچۍ او یو شمېر اړوند توکي ورکړ شوي دي.
مومند زیاتوي، له دغه کاره یې موخه د شاتو مچیو د کار و بار پراختیا ده.
د مومند په خبره؛ یادې مچۍ د کرنې وزارت د کورني اقتصاد پروګرام له لوري په امتحاني بڼه لومړی په محمد آغې او وروسته به د لوګر ولایت په نورو ولسوالیو کې هم پر بېوزلو کورنیو ووېشل شي.