تازه خبرونه

په هېواد کې لسګونه میلیون افغانۍ هره ورځ شخصي جیبونو ته لویږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد د ترانسپورت سرتاسري ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد په هرو ۲۴ ساعتونو کې په لسګونه میلیون افغانۍ له ترانسپورترانو اخستل کیږي او بیا شخصی جیبونو ته لویږي.

د هېواد د ترانسپورت سرتاسري  ټولنې غړي د دې لپاره راټول شول، چې د غیرقانوني اخاذیو مخنیوی وشي؛ ځکه، چې د دوۍ په وینا په هرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه میلیون افغانۍ شخصي جیبونو ته لویږي.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې په دغه فساد کې د ټولګټو وزارت ترڅنګ د

ځنو نوروسکتوري وزارتونو مرستیالان هم برخه لري.

دغه راز له اړوند ادارو غوښتنه شوې، چي که ستونزې یې حل نشي؛ نو د روانې میاشتې پر لسمه نېټه به د مدني حرکت په توګه د هېوا د په کچه خپل باربری فعالیتونه ودروي.

د ترانسپورت سرتاسری ټولنې رییس طلا محمد اتمانزی وایي؛ مونږ له ټولګټو وزارت او نورو سکتوري وزارتو غوښتنه کوو، چې دغه ستونزه حل کړي او که داسې ونشي؛ نو مونږ به خپلې باربري هڅې د ټول هېواد په کچه بندې کړو.

د ټولګټو وزارت مسوولین بیا تر ډېره بریده د ترانسپورت د سرتاسري ټولنې ادعاوې نه مني او وايي، مونږ قانوني هڅې تر سره کوو.

د ټولګټو وزارت مرستیال عبد الرحمان صلاحي وایي؛ مونږ د قانون له مخې حق لرو، چي اسناد واخلو، خو په تله کي د پیسو اخستل د قانون خلاف عمل دی.

د سوداګرۍ د نړیوالي خونې مسوولین هم په تله کې د فساد له موضوع څخه اندېښنه لري او زیاتوي، چي حکومت باید دغې ستونزې ته لاسرسی ومومي.

د افغانستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې غړی اعتبارخان ځدراڼ څرګنده کړې، چې حکومت باید په بیړه د باروړونکیو ترانسپورترانو دغه ستونزه حل کړي او که باروړونکی ترانسپورت بند شي؛ په مارکیت کې به له ستونزو سره مخ شوو.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د ترانسپورت ټولنې دغه خبرداری خطرناک بولي او له حکومته غوښتنه کوي، چې مخکې له ټاکلې موخې باید شته ستونزې پای ومومي، چې د ترافیکي بهیر د بندیدو لامل نشي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version