سیمه ییز خبرونه

په کونړ کې داعشیان جګړې ته چمتوالی نیسي- وحیدالله کلیمزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کونړ والي خبرداری ورکوي، چې داعش ډلې په دې ولایت کې پېنځه سوه جنګیالي تیار کړي او له افغان ځواکونو سره جګړې ته چمتووالی نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د هرې ورځې په تیرېدو د نورو وسلوالو ډلو بازار هم تودیږي؛ خو داعش، چې له افغان او پاکستانيو طالبانو جوړه شوې ډله ده کونړ ته د سرخوږي پیداکولو لپاره یې خپلې هڅې تندې کړې دي.

کونړ والي وحیدالله کلیمزی وایي، داعش ‌ډېر ځوانان جذب کړي او اوس له افغان ځواکونو سره جګړې ته تباری نیسي.

د نوموړي په وینا؛ د داعش په ګډون نهه ډلې په کونړ کې هڅې کوي، چې کانونه او د لرګیو قاچاق د دوی د تمویل مهمې برخې جوړوي.

د کونړ والي په ډاګه کړې، چې، ګاونډ هېوادونه د ترهګرو ډلو د فعالیت له لارې غواړي، چې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو مخنیوی وکړي.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد هم په کونړ کې د داعش حضور مني او وایي؛ بېوزلي د دې سبب شوې، چې ځوانان له دې ډلې سره ملګري شي.

داعش افغانستان ته جدي ګواښ دی؛ خو ناتو وایي، چې سږ کال به د داعش جرړې وباسي.

د یادونې ده، چې د تېرې پنجشنې پر ماښام امریکا په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو ستر غیر اتومي بم ګوزار کړ او نږدې سل  داعشیان یې ووژل.

Trending

Exit mobile version