تازه خبرونه

په ننګرهارکې ناامنیو د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیکه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

نوماندان د کمپاینونو لپاره ارام چاپېریال غواړي؛ خو عام خلک ترې ګیله من دي، چې انځورونه او بینرونه پر ناسمو ځایونو لګوي.

د برښنا ستنې د شپې واټونه روښانه کوي او د ورځې د ولسي جرګې نوماندانو ته پر چوپه خوله کمپاین تر سره کوي؛ خو د جلال آباد ښاروالۍ د نوماندانو له دې کړنې ناخوښي ښیي او وايي، چې دغه کمپیاین یې د ښاروالۍ له همغږۍ پرته پخپلسر پیل کړی دی.

د جلال آباد ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول سیدهمایون غریبمل وایي؛ هر هغه نوماند، چې غواړي خپل انځور ولګوي مهرباني دې وکړي ښاروالۍ ته دې راشي. ښاروالۍ به ورته ټاکلي ځایونه غوره او بیا دې ترې تبیلغاتي کار واخلي.

عام خلک هم ګیله من دي، چې د نوماندانو پلویان د ښار د چاپېریال خیال نه ساتي.

د جلال آباد استوګن شفیع الله وايي، نوماندانو د خلکو د هټيو پر لوحو، دروازو او نورو داسې ځایونو انځورونه لګولي، چې له کبله یې عامو خلکو ته زیان اوښتی. 

د جلال آباد ښار یو بل استوګن ذاهدالله افغان د نوماندانو پر پلویانو نیوکه کوي او وایي، نه یوازې د کورونو پر دیوالونو انځورونه لګوي، بلکې د جوماتونو دیوالو هم ترې ناامنه شوي دي.       

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواری وايي، که له وړاندې د نوماندانو د بېنرونو، شعارونو او انځورونو لپاره ځایونه مشخص شوی وای؛ اوس به دا ستونزه نه وه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دې کار او ناامنیو ټاکنیزې هڅې او کمپاینیزي سیالۍ کم رنګه کړې دي. 

د ولسي جرګې د نوماندانو ترمنځ کمپاینېزي سیالۍ د تلې د میاشتې پر ۶ نېټه پیل شوي، چې درې اوونۍ به روانې وي.

د یادونې ده، چې په ننګرهار کې ۱۳۷ کسان ټاکنیزې سیالۍ کوي، چې یوازې ۱۴ کسان به ترې ولسي جرګې ته لار پيدا کړي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version