تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنې ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۱۲) د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږه بازار کې له غرمې وروسته د ولسي تړون په یوه دفتر کې د ځای پرځای شویو چاویدونکیو توکو له کبله چاودنه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، د لومړنیو معالوماتو له مخې په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او اووه ټپيان دي. په ټپيانو کې څلور میرمنې هم شاملې دي.
د پېښې ډېري قربانیان د ولسي تړون د پروژې کارکوونکي دي.
د سیمه ییز روغتون یوې سرچینې ويلي، چې له دغې پېښې روغتون ته دوه مړي او شپږ ټپيان وروړل شوي دي.
تراوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
تېره ورځ د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ د سنګرسرای په اړوند سیمه کې غرمه مهال د ټاکنو د نوماند عبدالناصر مومند پر ټاکنیزې ناستې ځانمرګی برید شوی و، چې په کې لږ تر لږه ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې وه.