تازه خبرونه
په ننګرهار کې د جعلي ټاکنیزو ستیکرونو څلور لیږدوونکي نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړې قطعې ځواکونو د دغه ولایت په سرحدي ښارګوټي تورخم کې څلور کسان د ۴۴۶۶ جعلي ټاکنیزو ستیکرونو د لیږدولو پر تور نیولي دي.
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شویو کسانو هر یو د لارۍ چلوونکی بادام ګل د خانه ګل، محمد فهیم د محمد سلیم، عطاالله د حضرت محمد او عمران د رحمان ګل زامنو منلې، چې دغه جعلي ټاکنیز ستیکرونه یې په پېښور کې جوړ کړي او غوښتل یې د خانه ګل د زوی بادام ګل په لارۍ کې یې کابل ته ولیږدوي، چې موخې ته له رسیدو وړاندې ونیول شول.
خبرپاڼې دا هم په ډاګه کړي، چې دغه راز یادو کسانو غوښتل د میزان د ۲۸ نېټې په پارلماني ټاکنو کې دغه ستیکرونه وکاروي او په دې توګه په دې ټاکنو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړي.