تازه خبرونه

په هلمند کې ځانمرګي د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد اڅکزي په ګډون اته کسان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې نن له غرمې وروسته دوه بجې د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد اڅکزي پر دفتر یوه ځانمرګي بريدګر برید کړی، چې په کې  د اڅکزي په ګډون اته کسان وژل شوي او  ۱۱نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو سیمه تر خپل پوښښ لاندې راوستې وه.

طالبانو تر دې دمه  د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

هلمند د هېواد یو له ناامنه ولایتونو دی، چې وسلوال طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

 

Trending

Exit mobile version