تازه خبرونه
په لوګر کې د چاودنې له امله د واده ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
امنیتي سرچینو ویلي، چې د لوګر د محمد آغه ولسوالۍ د یوه کور په واده کې چاودنې څلور تنه وژلي او اووه نور یی ټپيان کړي دي.
سرچینه وایي، دا چاودنه د محمد آغې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې تېره شپه د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده .
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزی وایي، چاودنه د هغه ماین له کبله رامنځته شوې، چې په دې ځای کې ځای پرځای شوي و.
د پيښې د قربانیانو د هویت او د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
تراوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.