تازه خبرونه

په هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر ټکنی پیل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره خلک ډلې ډلې د رای اچونې مرکزونو ته ولاړل؛ خو ټاکنیز بهیر په داسې حال کې پیل شو، چې د کابل ترڅنګ په ځينو ولایتونو کې د رای ورکولو یو شمېر مرکزونه تړل شوي او یا په ځنډ پرانستل شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سهار پر اووه بجو په ټاکنو کې د رای ورکولو د پیل اعلام کړی و؛ خو په کابل او ولایتونو کې د آریانا نیوز د خبریالانو د څرګندونو له مخې، د ټاکنو په زیات شمېر محلونو کې د رای ورکولو بهیر ټکنی پیل شوی دی.

د رای اچونې په لومړیو ګړیو کې بې نظمي ډېره وه؛ رای مرکزونه په ځنډ خلاص شول، د بایومتریک سیستم هم ټکنی کار پیل کړ، په ځینو مرکزونو کې رای ورکوونکیو خپل نومونه پیدانکړل او ورورور له مرکزونو خلکو بېرته تګ پیل کړ.

د ځینو راپورونو له مخې؛ د کابل په ګدون په هرات، ننګرهار، پروان او بامیان ولایتونو کې رای مرکزونه د ورځې تر نیمایي خلاص شول او یا تړلي پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد په یوه خبري ناسته له ټاکلي وخت څخه په ځنډ د رای مرکزونو له پرانستې بښنه وغوښته او په ډاګه شوه؛ هغو مرکزونو ته، چې په وخت کارکوونکي او ټاکنیز توکي ندي رسیدلي؛ د رای ورکولو بهیر به یې د شپې تر اته بجو وغزول شي او د هغو رای مرکزونو ټاکنیز بهیر به د یکشنبې پر ورځ پیل شي، چې نن له غرمې وروسته هم د رای ورکوونکیو پر مخ بند پاتې شي.   

خلک په دې  اړه اندېښمن دي او له مسوولینو یې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې دغو نیمګړتیاوو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

دغه راز د رای ورکوونکیو لسګونه شکایتونه آریانا نیوز ته رسیدلي، چې ډېر یې د دغه بهیر د ځنډ او بایومتریک په اړه دي.

د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو لپاره ۲۵۶۵ کسانو ځانونه نوماند کړي

Trending

Exit mobile version