تازه خبرونه
په ټول هېواد کې د ولسي جرګې دوه ورځنۍ ټاکنې تر سره شوې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د ولسي جرګې د ټاکنو پای اعلان کړ او په دې ملي بهیر کې یې د ټولو هېوادوالو له ګډون مننه وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وویل؛ څلور میلیون کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایې وکارولې، چې ۳۳ په سلو کې یې ښځې او پاتې نور یې نرینه دي.
د ښاغلي صیاد د څرګندونو له مخې؛ د ټاکنو دغه بهیر په ۳۲ ولایتونو کې تر سره شوی او د کندهار ولایت ټاکنې، چې د کندهار د وروستۍ خونړۍ پېښې له کبله یوه اوونۍ وځنډول شوې د شنبې پر ورځ د لړم پر ۵ تر سره شي.
دغه راز ښاغلي صیاد په ډاګه کړه، چې له ټولو خلکو، ناظرینو او مدني بنسټونو هیله ده، چې د ټاکنو له رسمي پایلو مخکې وړاندوینې ونکړي، چې عامه اذهان پرې مغشوش نشي.
نوموړي دغه راز له یو شمېر رسنیو هم غوښتنه وکړه، چې د یو شمېر کلمو له کارولو او له یو لړ بحثونو دې هم ډډه وکړي، چې د خلکو ذهنونه مغشوش وي.
ولسمشر اشرف غني هم د افغانستان له خلکو مننه وکړه، چې نه یوازې یې د خپلو رایو په کارولو نړۍ ته خپله اراده ثابته کړه، بلکې طالبانو ته یې هم وښوده، چې دا ولسونه هیڅوک هم په زور نشي مهارولی.
ښاغلي صیاد د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۳۰) له غرمې وروسته دوه بجې د یوه رسنیز کانفرانس له وړاندې کولو هم خبر ورکړ، چې په کې به د مرکز په ګډون د ولایتونو د رای پایلو او رایو په اړه بشپړ معلومات څرګند شي.