تازه خبرونه

په ژنیو کنفرانس کې به نړیواله ټولنه خپلې ژمنې تازه کړي- عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه رييس د دوشنبې پر ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې څرګنده کړه؛ په ژنیو کنفرانس کې نړیواله ټولنه خپلې ژمنې تازه کوي، چې د افغانستان پر سوله، ثبات او پرمختګ به مثبته اغېزه وکړي.

ټاکل شوې، چې د نوامبر په شپږویشتمه( د لیندۍ ۴) د سویس په ژنیو کې د افغانستان په اړه نړیواله دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله له پوره چمتوالي سره په دې ناسته کې له ګډون خبر ورکوي او وایي، چې د ژنیو په غونډه کې به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ځينې پرېکړې وشي او پانګوالو ته به هم د پانګونې زمینه برابره شي.

اجرائیه رییس په هېواد کې له وټه ییزې( اقتصادي) ودې خوښ ښکاري او وایي، چې افغانستان په اقتصادي وده کې له ۱۶ هېوادونو مخکې دی او دغه وده د خصوصي پانګونې په برخه کې پوره ښکاره ده.

هغه د خصوصي سکتور له پانګونې ملاتړ څرګند کړ او وایي، چې مونږ باید د اقتصادي ودې لپاره خپل مسوولیتونه تر سره کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د خلکو اقتصاد مخ په خرابیدو دی او نږدې سم نیم وګړي د فقر او بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version