تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۵۴ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکي وایي، د څلور طالب قومندانانو په مشرۍ پنځوس طالب جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شوي؛ ۵۴ میله سپکه او درنده وسله یې هم حکومت ته سپارلې ده.

داسې برېښي، چې شپینو او چاڼیزو عملیاتو په ننګرهار کې پر وسلوالو جنګیالیو د ژوند کړۍ راتنګه کړې؛ ځکه ډلې- ډلې د ملي امنیت په هڅو له وسلو سره د سولې لار خپلوي.

دا ۵۴ وسلوال جنګیالي ځانونه طالبان بولي او وايي، له ډېرې مودې راپدیخوا مو د ننګرهار په بټيکوټ، اچین، رواتو، مومندرې او خوږیاڼو ولسوالیو کې حکومت ضد هڅې تر سره کولې.

د ننګرهار والي ویاند  عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه جنګیالي له ۵۴ میله وسلو سره د سولې بهیر ته راغلي دي.

د دې جنګیاليو طالب مشران نبي الله او محمد اسلام وايي، طالب وسله والو ته پوځي زدکړې او امکانات د پاکستان استحبارات ورکوې.

د ننګرهار یو شمېر دیني عالمان او ولسي استازي د دې جنګیالیو تسلیمي لویه لاسته راوړنه او نیک کار بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې: ننګرهار قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې غونډې د ترسره کولو ترڅنګ له حکومت غوښتنه کړې، چې د سولې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او که اړتیا شوه د سولې لپاره دې د ولسمشرۍ ټاکنې هم وځنډوي.

د هېواد په کچه د سولې د هڅو له زیاتیدو سره په ننګرهار کې د وسلوالو مخالفانو تسلیمي هم ډېره شوې ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version