تازه خبرونه

په هېواد کې د انارو۳۰ سلنه ډېر شوي او په صادراتو کې یې هم زیاتوالی راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د انارو حاصلات ډېر شوي او ور سره جوخت یې بهر ته صادرات هم زیات شوي دي.

انار ډېر سوداګریز ارزښت لري او حاصلات یې په وروستۍ لسیزه کې د پام وړ ډېر شوي دي.

په کندهار کې بڼوال وایی، که د انارو ساتنې لپاره سړخونې او د اوبو د ویستو لپاره یې کارخونې جوړې شي، د انارو د خرابه کیدو مخه نیول کیږي او هغه انار، چې خرابیدونکي دي، پر جوس به بدل شي.

د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، په روان کال کې څه باندې ۱۳ زره ټنه انار د سوداګرو لخوا صادر شوي دي.

بڼوال په دې خوښ دي، چې حاصلات یې زیات شوي او وایي، د بازار موندنې لپاره یې باید هڅې تر سره شي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، په روان کال کې د انارو حاصلات ډېر شوي او څه باندې ۱۳ زره ټنه انار پاکستان، دوبۍ، هند او امریکا ته صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله شل سلنه زیاتوالی ښیي.

د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت ویاند اکبر رستمي  وایي، سږکال مو د انارو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

میوه په ځانګړي توګه انار د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي او په نړیوالو بازارونو کې ښه شهرت لري.

Trending

Exit mobile version