تازه خبرونه

په لوګر کې له یوې ترافیکي پېښې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوګر امنیه قومندانۍ ویلي؛ نن نهه نیمې بجې د لوګر د التیمور په سیمه کې د یوه سراچه او امبولانس ډوله موتر ترمنځ له ټکره ۷ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان دي، چې کوچنیان، ښځې او غټان هم په کې هم شته.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزي زیته کړې، چې دغه پېښه د لوګر- ګردیز پر سړک رامنځته شوې ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې د درې ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ و، چې کابل ته لیږدول شوي دي.

د ترافیکو پولیس پخپل وخت او د یادی پېښې د څېړلو لپاره یادې سیمی ته رسیدلي؛ ټپیان او مړي یې روغتون ته لیږدولي دي.

ویل کیږي، چې په قربانیانو کې د دواړو موترو سپرلۍ شاملې دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version