سیمه ییز خبرونه
په هلمند ولایت کې د امنيتي ستونزو لامل نامنظمه تشکيلات دي
د هلمند نظامي چارواکي وايي، امنيتي ستونزې؛ ځکه نه راکميږي، چي تشکيلات يې منظم ندي.
د هلمند د ٢١٥ ميوند قول اردو قومندان بريدجنرال ولي محمد احمدزى په ډاګه کړې؛ له هغې وروسته، چې د قومندان په توګه یې مسوولیت ته اوږه ورکړې، د نامنظمو تشکیلاتو پر بیا جوړیدو يې کار پیل کړی او تر دې مهاله يې څلور ليواګاني منظمي کړي، چي نږدې د ټول پرسونل بایمیتریک چارې ترسره شوي او په اړوند برخه کي کې يې د فساد مخه نيولې ده.
هغه زیاته کړې، چې دا مهال عملیات په نادعلي، سنګین او ناوې ولسوالۍ کې روان دي، چي د دولت وسلوالو مخالفینو ته یې په کي ډېره مرګ و ژوبله اړولې؛ د تېرې ورځې په اوږدو کې ۳۰ تنه وسلوال په نادعلي،۱۱ نور په سنګین ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د هغه په خبره؛ په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو مشوري او هوايې بریدونه ډېر اغېزمن شوي، چي له دې کار سره د مخامخ جګړې فشار هم راکم شوی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې، چې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو او د هغوی لخوا پر جګړه سربېره، د نشه يې توکو شتون، د مافیايي کړيو ډېروالی او د کانونو قاچاق هم د امنیت او پرمختګ په وړاندي لوی خنډونه دي، چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته به يې د مخنیوي لپاره د حل لارې چارې ولټول شي.
وسلوال طالبانو د خپلو ملګرو د وژل کيدو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي او دولتي لوري ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعاوې کوي .
خبریال: بريالي رحيمي