تازه خبرونه

په هېواد کې د بیمې نشتوالی د پانګې د پراختیا لپاره ستره ننګونه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، په هېواد کې د پانګونې د پراختیا پر وړاندې د بیمې نشتوالی د پانګې د پراختیا لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده.

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له دوه زره دوه یم کال راپدیخوا خصوصي سکتور ته د اورلګید نې او نورو پېښو له کبله دونیم میلیارد دالر زیان رسیدلی.

دوۍ وايي؛ سره له دې، چې د ماليي وزرات په چوکاټ کې د بیمې ریاست شته، خو خصوصي سکتور يي فعالیت هیڅ شمېري.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، حکومت له څو لسیزو راپدیخوا په هېواد کې د بیمې خبرې کوي؛ خو دا ستونزه اوس هم نده حل او خصوصي سکتور دوه نیم میلیارد دالر زیانمن شوی او حکومت دغه ستونزه نده حل کړې.

د ماليې وزارت د بیمي ریاست بیا تر ډېره دغه خبره بې بنسټه بولي.

د ماليي وزارت د بیمي ریاست مسوولین وايي؛ په هېواد کې نیمه دولتي او خصوصي شرکتونه فعالیت لري، خو د خپلو کارونو د بیمي په اړه لیوالتیا نلري.

د ماليې وزارت د بیمې ریاست مسلکي رییس احمد شکیب کریمي وایي: مونږ هڅه کوو، چې بیمه دود کړو، چې خصوصي سکتور د خپلې پانګونې د پراختیا لپاره خپل کار و بار بیمه کړي.

د اقتصادي چاروکار پوهان وايي، افغان حکومت د بیمې په برخه کې هیڅ کارندی کړي؛ باید د بیمي معیاري فعالیتونه رامنځته شي.

د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وایي؛ حکومت باید د بیمې لپاره جدي او منظمه پاملرنه پیل کړي، چې پانګوال پرې ډاډمن شي. تش په نوم شرکتونه جوړول ستونزه نشي حلولی.

د یادونې وړده، چې تر دې دمه په هېواد کې پېنځه خصوصي او دوه نړیوال د بیمې شرکتونو خپلې نمایند ګۍ پرانیستي؛ خو خصوصي سکتور اوس هم د دوی پر فعالیتونو بارو نلري.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version