تازه خبرونه
په هېواد کې باید نور د غصب فرهنګ پای ومومي- اشرف غني
ولسمشر غني د ښاري ژوند په پېنځمه غونډه کې وویل، چې نور باید د غصب فرهنګ پای ومومي.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شاوخوا دولس سوه کسان د ښاري ژوند په اړه په جوړه شوې پېنځمه غونډه کې راټول شول. د غونډې ګډونوالو په ښارونو کې د پرمختګونو او ستونزو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل؛ خو زیاترو کسانو د ځمکو د غصب ستونزه لویه وبلله.
ولسمشر د ځمکې د غصب د اصلي لاملونه د بیانولو تر څنګ ټينګار وکړ، چې په هېواد کې نور باید د ملکیتونو د غصب فرهنګ پای ومومي او له لویې څارنوالۍ يې وغوښتل، چې د غصب پر دوسیو تمرکز وکړي.
غونډې ته له ولایتونو راغلیو کسانو هم له ولسمشر غوښتنه وکړه، چې د دوی په ښارونو کې د ځمکو د غصب مخه ونیسي او د ښاري ستونزو مخنیوي ته لومړیتوب ورکړي.
د ښاري غونډې ګډونوالو خپلې طرحې وړاندې کړې؛ خو د ولسمشر په وینا د دغو طرحو عملي کول شل میلیارد دالر پانګه غواړي، چې حکومت یې توان نلري.
په دغه غونډه کې یو شمېر هغو کسانو ته د ملکیت سندونه ورکړشول، چې په غیرپلاني سیمو کې یې کورونه جوړ کړي دي.