تازه خبرونه

په ننګرهار کې غټ چرګان او غوښې اوس هم محصولیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کرنې وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې صنعت ته د ودې ورکولو لپاره شاوخوا شل ورځې وړاندې هېواد ته پرغټو چرګانو او د هغو پرغوښو راوړلو بندیز لګولی؛ خو اوس هم غوښې محصولیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي څرګنده کړې، چې د رسمي معالوماتو له مخې په تېرو پېنځه کلونو کې د کرنې وزارت پر مالي همکارۍ، یوازې په ننګرهار کې شاوخوا څلور زره فارمونه جوړشوي وه، خو د غټو چرګانو واریداتو او پر دانه د زیات محصول له وجې ۳۵۰۰ فارمونه بېرته  سقوط او دې حالت د هېواد پر نورو سیمو هم اغېز وکړ او له همدې کبله پر غټو چرګانو او د هغو د غوښو پر واریداتو بندیږ ولګیده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په ګمرک کې اوس هم د غټو چرګانو غوښې محصول کېږي. دا رسوايي وروسته له هغې جوړه شوه، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهارد ګمرک مخې ته په بارداره موټرو کې اور لګیدنه رامنځته شوه.

پوښتنه داده، چې د تورخم له ګمرک څخه ولې او څنګه د چرګانو د غوښو بارموتر تر جلال آباد ښاره  رسېږي؟ د  اوصولو له مخې،  ټول  زارعتي او حیواني توکي د کرنې وزارت د قرنطین د برخې د مسوولینو له کتنې او تائید وروسته د محصول لپاره ګمرک ته رااستول کېږي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د حیواني قرنطین مسوول داکتر نجیب الرحمان الکوزی وايي، پر غوښو له بندیز وروسته، دوی هیڅ اسناد د محصول لپاره ندي تائيد کړي، بلکې دا موتر ګمرک ته پر جعلي اسنادو تللي او په ګمرک کې پر جعلي اسنادو محصول شوي دي.

په دې اړه د ننګرهار ګمرک مسوولینو تر دې دمه له څه ویلو ډډه کړې ده.

(سید مصطفی هاشمي) او ( آریانا لمیتید) هغه شرکتونه دي، چې پر جعلي اسنادو د غټو چرګانو د غوښو پر راوړلو تورن شوي.

د (هاشمي)  شرکت مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د آریا لمیتید مشر احمدشاه  آریا وايي، د چرګانو ټولې غوښې بندې ندي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د دې قضیې د څېړنې لپاره ګډ پلاوی ټاکل شوی او جدي اقدامات به ترسره شي.

د جلال آباد اوسیدونکی محمدیاسین وایي؛ وروسته له هغې، چې د غټو چرګانو راوړل بندشول دلته د فارمي چرګانو نرخ دوه چنده لوړشو.

د فارم لرونکیو ټولنې مرستیال فضل محمد سیار د خلکو شکایت پرځای بولي او وايي، د کرنې او مالدارۍ وزارت په ننګرهار کې پر ۶۰ سلنه همکارۍ د چرګانو د خوراکې د تولید څلور کارخانې جوړې کړي او ورته پر خامو توکو محصول وبښل شو، چې د چرګانو فارمونه وده وکړي او په بازار کې د فارمي چرګانو نرخ راټیټ شي.

د کارخانو لرونکي فضل هادي ویلي؛ پر لوړه ګته پر دوی د چرګانو خوراکه پلورل کیږي، چې له ورسره په بازارکې د چرګوړو نرخ لوړیږي.

په ننګرهار کې د چرګانو دانې د تولیدي کارخانې مسوول داد محمد درمل د فارمدارانو شکایتونه تائيدوي او ژمنه کوي، چې نرخونه به اصلاح شي.

د دې برخې ځینې کارپوهان وايي، په ننګرهار کې د چرګانو دانې د کار و بار او یو ورځینو چرګوړیو د واریدولو انحصار او زورواکو ته، د دانې د کارخانو جوړولو دغلته د چرګانو روزنې پر صنعت ناوړه اغېزه کړې او حکومت ته پکار ده، چې په ننګرهار کې پر پلي کيدونکیو برنامو له سره غور وکړي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version