سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار کې د قتیل خوږیاڼي لومړی تلین ونمانځل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د لیکوال او شاعر عبدالروف قتیل خوږیاڼي د لومړي تلین یاد غونډه جوړه او تر سره شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي پر ۲۹) د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر نوښت پوهانو، لیکوالو او فرهنګپالو د نوموتي شاعر او پیاوړي  ژورنالست ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي د لومړي تلین یاد غونډه جوړه او ترسره کړه.

په دې ناسته کې د مرحوم قتیل خوږیاڼي د کړیو ادبي او ژورنالیستیکو خدمتونو ستاینه او ځوان نسل ته د هغه پر پل د تګ سپارښتنه وشوه.

لیکوال او شاعر پرهیزشګیوال وایي؛ زمونږ ژوندي شاعران او لیکوالان لکه، چې تاسې ولیدل باید د دغه راز شخصیتونو په اړه یادغونډې جوړې کړي او پر پل یې ګامونه واخلي، مشاعرې او ډرامې جوړې کړي.

د مراسیمو ګډونوالو له حکومت غوښتنه کړې، چې یو اکادمیک ځای د قتیل په نوم کړي.

لیکوال او شاعر داود شهید وایي؛ مونږ له چارواکو غواړو، چې د قتیل خوږیاڼي په نوم یو کتابتون او یا کوم ځای یاد شي.  

د ناستې ګډونوالو له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د مرحوم قتیل د فکر خورولو لپاره د هغه ناچاپ آثارچاپ کړي او د نوم ساتنې لپاره یې یو اکادمیک مرکز د ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي په نوم کړي.

د عبدالروف قتیل خوږیاڼي مشر زوی خلیل الله  قتیل زوی څرګنده کړې، چې هنرمند، شاعر او لیکوال خپل ټول ژوند ټولنیزو سمونونو ته وقف کوي او خلک هم باید که په ژوندوني ونه شوه له مرګ وروسته یې په نوم یو ښوونځی، کوم کتابتون او یا کوم فرهنګي ځای، سیمه او د تیاتر کومه برخه ونوموي؛ ځکه قتیل خوږیاڼي په همدې برخو کې کار کړی او خلکو ته یې خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کړې دي. که کوم ځای یې په نوم ونومول شي دا د ټولو ننګرهاریانو ویاړ دی او زه هم پرې ویاړم.     

ګډونوالو د ننګرهار پر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا نیوکه هم درلوده، چې د مرحوم قتیل د لومړی تلین دا یاد غونډه یې، څنګه، چې پکار وه هغسې نه وه برابره کړې.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وایي، چې همدومره یې په وس کې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صمیم وایي، چې د قتیل خوږیاڼی شخصیت ډېر ابعاد لري او د دغو ابعادو د معرفۍ او پېژندنې لپاره مونږ دغه فرهنګي غونډه ونیوله او تاسې ګورئ، چې د هغه پر شخصیت پوهان، استادان او لیکوالان مقالې لولي او د هغه پر کړیو کارونو خپلې تبصرې لري.   

ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي پر ۱۳۰۸ ل لیږدیز کال د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په روښانکوټ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

هغه لومړنۍ زدکړې په پلارنۍ سیمه کې او لوړې زدکړې یې په کابل کې بشپړې کړې وې.

ارواښاد قتیل خوږیاڼي د نثر، ډرامې، شعر او ادب په برخه کې له شل ډېرکتابونه او سلګونه علمي مقالې افغان ولس ته په میراث پرېښي، چې تل به د افغان ولس لپاره هسک ته د رسیدو مشالونه وي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version