تازه خبرونه
په ننګرهار کې د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو ورکوونکی ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په ننګرهار کې چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو د ورکړې مدیر ظابط خان د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د هغوی د حقونو د ورکړې پر مهال د رشوت په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، د ولایت مقام د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو د ورکړې د سندونو جوړونکي له یو شمېر کسانو څخه د سندونو د جوړولو په بدل کې پیسې اخستې.
هغه زیاتوي، د دغو خلکو له شکایت وروسته موظف څارنوال ته سپارښتنه وشوه او نوموړی د لس زره امریکایي دالرو سره لاس په لاس ونیول شو.