تازه خبرونه
په هلمند کې د ملي امنیت ځواکونو پر مرکز موتر بم برید شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن مازیګر څه نا څه پېنځه بجې د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو پر مرکز موتر بم برید شوی دی.
د هلمند والي ویاند پېښه مني؛ خو وایي، چې د پېښې د بشپړو تلفاتو په اړه سم معلومات نه لرو.
د واشیر ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې په ډاګه کړې، چې په دې برید کې د امنیت د مدیر په ګډون د ملي امنیت ۵ کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د پېښې په اړه به بشپړې څرګندونې به وروسته وړاندې شي.