تازه خبرونه
په ننګرهار ښار کې پرله پسې چاودنې رامنځته شوي
د ننګرهار والي وياند وايي، نن ماښام د جلال آباد ښار د فوتبال ستیديوم ته څېرمه په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شويو چاودیدونکیو توکو له کبله دوه پرله پسې چاودنې شوي.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي زیاته کړې، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند فوتبال لوبغاړي ته په نږدې څلور لاري کې کشف شويو چاوديدونکیو توکو ته امنيتي ځواکونو چاودنه ورکړې؛ خو دوه يمه چاودنه د يادې سيمې د چوک په ګلدان کې له ايښودل شوي ماين له کبله رامنځته شوې، چې يو کس پکې ټپي دی. دغه راز درېيمه چاودنه په همدې سيمه کې په يوه ريکشا کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکیو توکو له کبله رامنځته شوې، چې غږ يې ډېر لوړ و؛ خو ځاني زيان يې ندى اړولى. نوموړي دا هم وايي، سرتېرو د پېښې په ځاى کې د خلکو د خورولو او کنترول په موخه هوايي ډزې کړي او اوس حالت عادي دى.
وروستي معالومات دادي، چې د پېښې له ځاى څخه د جلال آباد مرکزي روغتون ته درې تنه ټپيان لېږدول شوي دي.
تراوسه د دې چاودنو مسووليت چا ندى منلى .