تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کروندګر جشن ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د کال پر لومړۍ ورځ د کروندګرو جشن په شانداره مراسمو ونمانځل شو.

ننګرهار به پخوا د کال پر لومړۍ ورځ د بېلابیلو نوروزي دودونو او میلو شاهد و؛ خو اوس هغه حالت نشته. دلته اوس تش د تېریاد د ساتنې هڅه کېږي.

د ۱۳۹۸ کال پر لومړي سهار د ننګرهار سیمه ییز چارواکي او یو شمېر ځايي خلک د شاهي ماڼۍ په یوه څنډه کې د کروندګر د نندارې پر پلمه راټول شول.

د ننګرهار والي  شاه محمود میاخېل وايي؛ په دې ولایت کې د ۱۳۹۸ لمریز سپوږمیز کال د کروندګر ورځ مو په شریکه ونمانځله؛ دا ورځ دې د ننګرهار او افغانستان ټولو کروندګرو ته بختوره شي.

د ننګرهار د کرنې او مالداۍ مشر انجنیر ذبیح الله حسنزي ویلي:  تېرکال په ننګرهار کې د شاوخوا درې میلیارد افغانیو پر لګښت بېلابېلې پروژې بشپړې شوي، چې د دې رقم درېیمه برخه پیسې د کرنې په سکتور کې لګیدلي دي.

کروندګر بیا ګیله کوي، چې حق حقدار ته نه رسېږي او د پروژو په نوم ډېرې پیسې حیف میل کېږي.

که څه هم د جلال آاباد ښار په تفریح پارکونو کې ولسي اټڼونو او میلو د کال لومړۍ ورځ ګرمه کړې وه؛ خو ډېرو ځوانانو ویل، چې، د روان بد حالت له کبله د خلکو په زړونو کې هغه پخوانۍ جذبې ندي پاتې.

د ننګرهارله ولسوالیو څخه د نوي کال د نمانځنې راپور ندی ترلاسه شوی؛ خو په ښار کې خلکو د یو او بل کورونو او تفریحي پارکونو ته پر ورتګ پدې هیله نوی کال ونمانځه، چې د کال پاتې ورځې یې هم ښې تېرې شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

 

Trending

Exit mobile version