تازه خبرونه

په هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر د اندېښنې وړ دی- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني  او لومړۍ میرمن له درې ورځني ځنډ وروسته د دوشنبې پر ورځ( د وري ۵) په کابل کې د پوهنې زنګ وکړنګاوه او څرګنده یې کړه؛ د پوهنې ټیټ کیفیت د دې لامل شوی، چې فارغان بې برخلیکه پاتې شي.

په هېواد کې د پوهنې بهیر د کمیت له پلوه ښه پر مخ روان دی؛ خو کیفیت یې ان د ولسمشر اندېښنه را پارولې ده.

د ښاغلي ولسمشر اشرف غني د څرګندونو له مخې؛ د پوهنې په بهیر کې ژورو او جدي اصلاحاتو او بدلونونو ته اړتیا ده.

ولسمشر اشرف غني وایي، چې د پوهنې کیفیت مو تر دې دمه ښه شوی ندی. په خواشینۍ، چې د پوهنې فارغان مو بیکاره پاتې کیږي؛ ځکه، نو د روان وضعیت د بدلون لپاره باید یوه له نوښت ډکه طرح وړاندې شي.    

ولسمشر ټينګار وکړ، چې له ښوونکیو او زدکوونکیو سره تاوتریخوالی نور د زغم وړ ندی او باید دغه حالت واوړي.

ولسمشر غني زیاتوي؛ زدکوونکي باید په ښوونځیو کې ځان خوندي احساس کړي؛ په ښوونځیو کې د مدیر او ښوونکي لخوا د زدکوونکيو ګواښل باید پای ته ورسیږي او دا ما ته د منلو وړ کار ندی. د زدکوونکیو ګواښل زما(ولسمشر) ګواښل دي.

د پوهنې وزارت سرپرست وايي، چې د پوهنې لسیزه تېر کال پیل شوې، چې په کې به د پوهنې ټولې ستونزې اوارې شي.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي د ښوونکیو لپاره د امتیازونو د لوړولو وړاندیز وکړ او وایي؛ ښوونکي له تاسې څخه په یوه غږ غواړي، چې د معاشونو لوړولو ته یې پاملرنه راواړوئ، ځکه له ذهني پلوه اندېښمن دي.

ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړه، چې په راتلونکیو درې میاشتو کې د ښوونکیو پر استوګنځیو کار کیږي او ښکاره ډاډ به تر لاسه کړئ. د تنخواوو او معاشاتو مسله به هم تر څېړنو لاندې ونیول شي.

هغه دا ډاډ هم وړندې کړ، چې په روان کال کې به دوه زره اووه سوه ښوونځي جوړ کړي.

 په ځينوناامنو سیمو کې یوشمېر ښوونځي سوځول شوي او حکومت یې پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي؛ خو وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولیږي.

خبریال: خالد نیکزاد

 

Trending

Exit mobile version