تازه خبرونه
په ننګرهار کې نارنج ګل میله او مشاعره سوله ییزه تر سره شوه
د شنبې پر ورځ( د وري لسمه) د نارنج ګل په عطرین چاپېریال کې جلال آباد ښار د نارنج ګل د دودیزې میلې او مشاعرې کوربه و، چې د هېواد له بېلابیلو سیمو څخه په کې، ګڼو لیکوالو، شاعرانو او حکومتي چارواکو ګدون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، چې شاعران دې په خپلو اشعارو کې سوله زمزمه کړي، سولې ته ذهني بستر چمتو کړي او د خلکو په ویښتابه او هڅونه کې برخه واخلي او په دې توګه خپل ملي او ټولنیز رسالت تر سره کړي.
دې مشاعرې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پيغام د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون وړاندې کړ، چې په کې نوی کال د سولې کال وبلل شو.
د مشاعرې ژبه پر سوله ورټوله وه او د جګړې له ښېکلو غاړیو غوښتنه کیده، چې د جګړې پرځای قلم واخلي.
د سولې روانو هڅو پرادب کلک اغېز کړی؛ ان دومره، چې د ملي ځواکونو سرتېروهم طالب ته د ورو خطاب وکړ.
د نظام پرواکمنانو هم نیوکې وشوې؛ تراب چارواکو ته ورپه زړه کړه، چې د وطن په بربادۍ کې دوی هم بربادېږي.
سږنۍ مشاعره تر تېرو دوه مشاعرو یوڅه خوندوره وه.
داځل بیخي په آزاد ماحول کې جوړه شوې وه او هرچا په کې د خپلې خوښې شعرونه وړاندې کړل.
په مشاعره کې لسګونه شاعرانو شعرونه وویل او د ورځې پر درې بجو پای ته ورسیده.
د نارنج ګل میله او مشاعره له تېرې نیمې پيړۍ راهسې په ننګرهار کې ترسره کېږي.
خبریال: رحمت الله زیارمل