تازه خبرونه
په ننګرهار کې ماین چاودنې د یوه روغتیایي مرکز ۶ کارکوونکي ټپیان کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په پېښه کې شپږ تنه ټپيان دي، چې ټول د یادې ادارې روغتیايي کارکوونکي دي.
په ټپيانو کې یوه ښځه او پېنځه نرینه دي.
قربانیانو په سیمه کې ځايي اوسیدونکیو ته صحي مشورې ورکولې.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چار پر غاړه ندی اخیستی.
د یادونې ده، چې په ننګرهار کې د چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوې دي.