تازه خبرونه

په هېواد کې د نفوسو سم مدیریت اړین دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اقتصادي کارپوهان وایي، که اقتصادي کړکیچ او د نفوسو وده سمه مدیریت نه شي؛ اقتصادي حالت به په  ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې  نورهم ناوړه شي.

د مرکزي احصایې لوی رییس بشیر محمد جامع زاده بې کاري، بېوزلي او کم عواید او دغه راز د نفوسو چټکه وده د اندېښنې وړ بولي؛ خو وایي، چې اصلي علت یې جګړې دي.

کلپ:

د سړي سر کلنی عاید شپږ سوه شپږ نوي دالره دی؛ خو د مرکزي احصایې اداره په دې اړه هیله منه ده او وایي ، چې په دې برخه کې د دالرو نرخ او نفوس بشپړ اغېز لري.

د پوهنتون استاد سید مسعود بیا بل  ډول نظر لري او راتلونکې ته هیله من نه ښکاري.

نوموړی وایي، که اقتصادي کړکیچ او د نفوسو وده سمه مدیریت نه شي؛ اقتصادي حالت به په  ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې  نورهم ناوړه شي.

افغانستان د نړیوالې ټولنې پر مرستو متکي هېواد دی؛ خو له دې مرستو څخه په بېخبنایی پروژو کې کار نه دی اخیستل شوی او نه اقتصادي بحران کم شوی دی؛ خو حکومتي مسوولین وایي دا جنګ دی، چې هر څه یې په ټپه درولي دي.

Trending

Exit mobile version