تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د عشر او زکات د ټولولو مسوول ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوګر پولیسو ویلي، چې  تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په کې د وسلوالو طالبانو د عشر او زکات د ټولولو او جلب او جذب مسوول نیول شوی دی.

د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې نیول شوی کس عبادالله نومېږي او په بېلابېلو وسلوالو غلاوو او د ملکي خلکو په ځورونه کې یې لاس درلود.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version