تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو د استخباراتو او رسنیو مسوولان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو په ډاګه کړې، چې په لوګر ولایت کې د وسلوالو طالبانو دوه لوړپوړي غړي نیول شوي دي.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانانیوز ته ویلي؛ تېره ورځ د ملي پولیسو د ځانګړې قطعې ځواکونو د دې ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د وسلوالو طالبانو د دوه لوړپوړیو غړیو د نیولو په موخه عملیات ترسره کړل، چې‌ په دې عملیاتو کې د لوګر ولایت لپاره د طالبانو استخباراتو او رسنیو ته نومول شوي مسوولین ونیول شول.

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو یادې څرګندونې رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version