تازه خبرونه

په لوګر کې د یوه سرګروپ په ګډون ۶ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوګر امنیتي مسوولینو ویلي، چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يو مشهور طالب سرګروپ علي نومي په ګډون شپږ طالب وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

 د لوګر ولايت د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د دې ولایت د محمداغي ولسوالۍ د آب بازک په اړوند سيمه کې دوه طالب وسلوال له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.

 دغه راز نوموړی زیاته کړې، چې تېر مازیګر ناوخته د مرکز اړوند په فقيرکلا سيمه کې د ملي پوليسو او وسلوالو په مخامخ نښته کې دوه طالبان د يو راکتچي په ګډون مشهور طالب سرګروپ علي نومی وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.

د شاپور په خبره؛ له وسلوالو دوه ميله کلاشينکوف او یو موترسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ور غلي.

طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version