تازه خبرونه

په ننګرهار کې د مولوي ریحان قبر ته نږدې دوه چاودنې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن له غرمې مخکې د بهسود ولسوالۍ اړوند د بلندغر په اړوند سیمه کی د مولوي سمیع الله ریحان قبر ته نږدې دوه پرله پسې چاودنې رامنځته شوي دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی چاودنې تائیدوي؛ خو د تلفاتوپه اړه څه نه وایي.

تراوسه د دی پېښې مسوولیت هم چا پرغاړه ندی اخستی.

مولوي ریحان د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۳)  د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیاکوټ په التقوا جومات کې د چاودیدونکیو توکو پر چاودنه له یو بل لمونځ کوونکي سره خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰ نور لمونځ کوونکي ټپیان شول.

خبریال: محمود نعیمي

Trending

Exit mobile version