تازه خبرونه
په ننګرهار کې ځانمرګی ۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د پنجشنبې پر ماسپښين( د غبرګولي ۲۳) شاوخوا څلور بجې یوه پلي ځانمرګي برید ګر د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې د فامیلو په څلور لارې کې د چپریهار ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قومندان زمري رنجر ډوله موتر پر نښه کړ او برید یې پرې تر سره کړ.
عیني شاهدان وايي، له چاودنې سره سم په سیمه کې د خلکو پر هټيو اور ولګیدو.
د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په دې برید کې قومندان زمری د خپلو درې ساتوونکیوسره وژل شوی دی. د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په پېښه کې ۵ ملکي وګړي هم وژل شوي دی.
د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین وايي، د پېښې له ځای څخه دوی ته ۱۳ ټپيان وروړل شوي، چې درې په کې سرتېري او نور ملکي وګړي دي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وايي، قومندان زمری له جلال آباد ښار څخه چپرېهار ته په لاره کې له برید سره مخ شوی دی.
د برید له اکبه د پېښې په ځای کې د ملکي وګړیو دوه موترې، درې رېکشې او یوشمېر هټۍ هم زیامنې شوي.
برید په داسې څلور لاري کې شوی، چې ګڼ شمېرملکي هټۍ او د عامو خلکو ګڼه ګوڼه په کې وي.
تردې مهاله د دې برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه ندی اخیستی؛ خو د ننګرهارد چپریهار ولسوالۍ پرځینو سیمو د داعش او پر ځینو یې طالب جنګیالي واکمن دي، چې ډېرکله له سرتېرو سره جګړې کوي.
خبریال: رحمت الله زیارمل .