تازه خبرونه
په هلمند کې د ملکه ثریا ۵۰ بستریز نسايې ولادي روغتون جوړ او پرانستل شو
د هلمند والي محمد ياسين خان د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال وويل: د دې روغتون له فعاليدو سره به د ولادت پرمهال د مور او ماشوم د مړیني کچه راټیټه او له روغتیايي امکاناتو کار واخیستل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ولایت کي دغه راز يو معیاري روغتون ته ډېره اړتيا وه، چې د مور او ماشوم د درملنې او مړينې مخنيوی وکړي.
ښاغلي والي زياته کړې، چي دا روغتون يې د هېواد د خپلواکۍ د سلمي کليزې په وياړ د شاه غازي امان الله خان د ميرمنې ملکه ثريا په نامه نومولى دى.
د هلمند د عامي روغتیا رییس عبدالاحد حازم ويلي، چې یاد ۵۰ بستریز روغتون د ٣،٧ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د نوموړي په وینا؛ په دې روغتون به په راتلونکي کې د غوږ او ستوني څانګې هم ولري.
هغه وایي، د دې روغتون ټول لګښت د عامې روغتيا د وزارت له بوديجې ورکړ شوى دى.
د يادونې ده، چي په دې ولايت کې د فاظمه بيات نسايي او ولادي روغتون هم د مور او ماشوم د مړينې د مخنيوي په برخه کي له تېرو اته کلونو را پديخوا کارکوي او مسوولين وايي، چي دا به هم د فاطمه بيات روغتون په شان په يادو برخو کي فعاليت تر سره کوي.