تازه خبرونه
په لوګر کې امنیتي ځواکونو ۹ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانانیوز ته ویلي، چې په باغکۍ سیمه کې د لوګر ولایت د پولیسو او طالبانو ترمنځ په نښته کې اووه طالبان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي، چې د نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
وسلوالو طالبانو د یادې پېښې په تړاو څه ندي ویلي.
ازره، خروار، څرخ او برکي برک د لوګر ناامنه ولسوالۍ دي، چې وسلوال طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.