تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې د ګرمو اوبو ماهیان روزل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

خصوصي سکتور په لوګر کې د ګرمو اوبو د ماهیانو د روزنې یو فارم د یونیم  میلیون افغانیو پر لګښت جوړکړی، چې لسګونه کسانو ته یې کاري زمینه هم برابره کړېده.

د دغه فارم مسوولین وايي، د ګرمو اوبو ماهیانو روزنه په هغو ولایتونو کې ښه پایله لري، چې د شولو کښت او محصولات په کې دود دي.

د هېواد د شمال  کندوز او بغلان  یو شمېر  کروندګر اوس د دغو ماهیانو نسلونه د خپلو شولو کروندو ته وړي، چې له خپل کښته په یو وخت کې دوه ډوله تولیدات ترلاسه کړي.

د بغلان ولایت کروندګر علي احمد وایي، چې مونږ راغلي یو، چې له لوګر ولایت څخه کوچني ماهیان بغلان ولایت ته ولیږدوو. غواړو دا په حوضونو او د شولو په پټیو کې وروزو.

د کندوز د امام صیب کروندګر احسان الله وایي، چې نور کلونه مو په حوزونو کې روزل؛ خو په روان کال کې مو نیت کړی، چې د شولو په پټیو کې یې هم تجروبه کړو.

د ماهیانو د روزنې شرکت مسوولین وايي؛ په کال کې ۴۰۰۰۰۰ کوچني ماهیان تولیدوو؛ خو غواړي، چې په را تلونکې کال کې مو تولید دوه برا بره لوړشي.

دوی ویلي، چې له کرنې وزارت څخه مو د همکارۍ غوښتنه کړي؛ خو مثبت ځواب يي ندی ترلاسه کړي.

د ماهیانو د فارم مسوول همایون امیني وایي، چې مونږ هم په ولایتي کچه او هم په مرکز کې له کرنې وزارت سره خپلې ستونزې شریکې کړي؛ د همکارۍ غوښتنه شوې؛ خو په اړوند برخه کې مو همکاري نده لیدلې.

د کرنې اومادارۍ وزارت مسوولین وايي؛ په روان کال کې به د خصوصي سکتور له ټولو هغو شرکتونو سره ۵۰ سلنه همکاري وشي، چې په دې سکتور کې یې پانګونه کړي وي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دارني وایي، مونږ هڅه کوو د کورنو کرنیزو محصولاتو په برخه کې له خصوصي سکتور او پانګوالو د تولید د معیاري کولو په برخه کې همکاري وکړو.

د دغه فارم چارواکو ویلي، چې که څه هم په افغانستان کې له تېرو پېنځه کلونو راپدیخوا هڅې تر سره کوي؛ خو په لومړي ځل يي پرېکړه وکړه، چې د جنوبي آسیا د ځینو هېوادونو په څیر به په افغانستان کې هم د شولو په کښتونو کې د اړوند ماهیانو روزنه پیل کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version