تازه خبرونه
په هېواد کې زورواکي څه باندې لس میلیارد افغانۍ پوروړي دي- برښنا شرکت
د افغانستان برښنا شرکت ویاند وایي، د خپلو پورونو په راټولولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ نادولتي موسسې، د ملي شورا ځینې غړي، سیمه ییز چارواکي، سیاسیون او سوداګریز بنسټونه، يي څه باندې لس میلیارد افغانۍ پوروړي دي. که دا پیسې ترلاسه نکړي، له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي وایي، چې زمونږ اووه اشاریه اته میلیارد افغانۍ پر بېلابېلو خصوصي بنسټونو دي او له څلور میلیارده زیاتي افغانۍ پر دولتي بنسټونو دي.
اقتصادي کار پوهان وايي، که حکومت له افغانستان برښنا شرکت سره د دغو پورونو په ترلاسه کولو کې مرسته ونکړي؛ دا شرکت به هم د د یوالي کیدو له ګواښ سره مخ شي.
اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي، چې د افغانستان برښنا شرکت زیاته برښنا وارداتي ده او دغه د پورونو زیاتیدل به ستونزي ډېرې کړي.
اقتصادي کارپوه فضل المالک نیازی د پورونو نه ورکول ګواښونکي بولي او وایي، چې که دا زور واکي او حکومتي مسوولین همداسې د برښنا شرکت پیسې ورنکړي دغه شرکت به ډېر ژر له منځه ولاړشي؛ ځکه وړاندې شوی رقم ګواښوونکی دی.
د افغانستان بریښنا شرکت مسوولین دا هم وایي، چې د هېواد اتیا سلنه برښنا وارداتي ده او که خلک او حکومت ور سره د برښنا د لګښتونو په راټولولو کې همکاري ونکړي؛ ښايي دا شرکت له سختو مالي ستونزو سره مخ شي.
خبریال: اسلم حجاب