تازه خبرونه
په لوګر ولایت کې له ۵۰ ډېرو طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزي څرګنده کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوګر ولایت په مرکز پل علم، بره کي برک او خوشي ولسوالیو کې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په کې ۴۸ وسلوال طالبان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله نده اوښتې؛ خو افغان ځواکونو ته د وژل شویو وسلوالو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتي دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو او ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.