تازه خبرونه
په لوګر کې موتربم چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې- امنیه قومندان
د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا مخلص وايي؛ موتر بم برید هغه مهال رامنځته شو، چې بهرني ځواکونه څلورمې پلې لوا ته د ننوتلو په حال کې ول.
قومندان مخلص زیاته کړې، چې په دې برید کې ۴ عام وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
نوموړی د بهرنیو ځواکونو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي، چې مرګ و ژوبله د هغه موترسپرلیو ته اوښتې، چې له پکتیا څخه کابل ته پر لاره و.
که څه هم خبریالانو ته د پېښې د ځای د لیدو اجازه نده ورکړشوې؛ خو ځینو امنیتي سرچینو آریانیوز ته د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ په دې موتربم برید کې بهرنیو ځواکونو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې، چې کره شمېر یې ندی معلوم.
بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د پېښې په اړه څه ندي ویلي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او څرګندوي، چې په دې موتربم برید کې د بهرنیو ځواکونو ګڼ سرتېري وژل شوي او تر ډېره يې موتر ویجاړ شوي دي.
خبریال: فریدالله احمدزی