تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو پر برید دوه ښځینه زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو ویلي، چې د لوګر ولایت په محمدآغه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د برید له کبله دوه ښځینه زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د لوګر امنیتي مسوولین وایي؛ د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۲۵) سهار مهال په محمدآغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې د وسلوالو د ډزو له کبله د دغې ولسوالۍ د نجونو د لیسې یوې زدکوونکې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او یوه بله هم ټپي ده.

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې د افغان ځواکونو د موتر کاروان، چې له محمداغې ولسوالۍ پل عالم ته پر لار و له برید سره مخ شوی، چې په کې افغان ځواکونو ته ځاني تلفات ندي اوښتي.

 طالبانو ویلي، چې امنیتي ځواکونو په محمد آغه ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو هاوانونه توغولي، چې په کې يوه ښځینه زدکوونکې وژل شوې او یوه بله ټپي ده.

لوګر یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې طالبان پراخې هڅې لري.

Trending

Exit mobile version